د کابل امنیې قومانداني سلام‌وطندار ته تایید کړه چې د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وایي، د لومړنیو جزیاتو له مخې، چاودنه پر یوه بایسیکل د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

د نوموړي په وینا، د چاودنې موخه یوه کرولا ډوله موټر و او له کبله یې درې ملکیان ټپیان شوي دي. د کابل امنیه قومانداني په سیمه کې د پېښې په اړه د پلټنې او څېړنې خبر هم ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو په سیمه کې سرچینې وایي چې د کابل ښار د دشت‌برچي اړوند د تېلو ټانک سره یې د درېوو پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د سرچینو په خبره، چاودنې زورورې وې او ښايي مرګ‌ژوبله هم ولري. تراوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام