Asset 1SWN

خلیلزاد: سیمه‌ییز ورانکاري له افغانانو د « مرميو باروتو» په توګه کار اخلي

Khalilzad-3-oxkdxk2kbsklu0yqhr392v4a8c5drbywohulsjiff8

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو فرصت به تل نه وي او افغانانو ته په کار ده چې روانه وینه تووینه ودروي.

خلیلزاد د یو لړ ټوېټونو په کولو سره ویلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه د منلو نه ده او د دغه تاوتریخوالي له کبله زیات افغانان مري.

خلیلزاد دغه راز ویلي، سیمې ته یو ځل بیا ناهیلی راستون شوی دا ځکه چې د جګړو د کمولو له ژمنو سره سره تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

نوموړي د کوم چا نوم نه دی یاد کړی خو وايي، سیمه‌ییز ورانکاري خپلو نامشروع موخو ته د رسېدو لپاره له افغانانو د مرميو د باروتو په توګه کار اخلي.

خلیلزاد زیاته کړې، افغانان باید د ورانکارۍ پر ځاې پرمختیا، د غوبل پر ځاې ټیکاو، د غچ اخیستلو پر ځاې بښنې او د نه نرمښت پر ځاې مصلحت ته مخه کړي.

د يادولو ده چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې ويلي، خلیل‌زاد به ناورې هېواد ته هم سفر وکړي او د افغانستان سولې په اړه به د ياد هېواد ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د قطر په دوحه کې د مذاکراتو له پیله شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم د دواړو مرکچي پلاوو د تماس ډلې نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو د رسمي غونډو لپاره پر کړنلارې سلا شي.

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام