Asset 1SWN

سلام وطندار

خلیلزاد له ملا برادر او د طالب مرکچي پلاوي له مشر سره لیدلي

_114720602_ee3cb912-e3ba-4bb9-a8ab-a1baa89c9ca0

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه دفتر له رییس ملا برادر سره لیدلي دي. خلیلزاد دوه ورځې وړاندې دوحې ته تللی و.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټ کې لیکلي چې یاده لیدنه بېګاه ماښام شوې او د طالب ډلې د مرکچي پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني هم په‌کې ګډون درلود.

نوموړي لیکلي چې دواړو لوریو د سولې خبرواترو، د بندیانو خوشې کېدو او د افغان سولې پر اړوندو موضوعاتو بحث کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ دوحې او سیمې ته د خلیلزاد د تازه سفر د پیل خبر ورکړ. خلیلزاد هم وروسته ولیکل چې: «بیا دوحې او سیمې ته ځم، څو له خپلو شریکانو سره د افغانانو په مالکیت او مشري د سولې خبرواترو او د سیمه‌ييز اتصال، سوداګرۍ او له سولې سره د تړلې پراختیا په اړه وګورم.»

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له پیل نه نولس ورځې تېرېږي، خو تر اوسه د دواړو لوریو د تماس ډلې نه دي توانېدلي چې په کړنلاره کې شته اختلافونه لرې کړي، څو د سولې مخامخ خبرې اترې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام