په میدان وردک ولایت کې د ملکیان پر یوه موټر د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

دغه فلانکوچ ډوله موټر چې نن سهار له دایکندي څخه کابل ولایت ته پر لار وو، میدان ښار ته نږدې د دویم نمبر لارې په اوږدو کې تر برید لاندې راغلي چې له امله یې دغه مرګ‌ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د میدان وردک د ولایتي شورا یوه غړي د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه فلانکوچ له دایکندي څخه کابل ته روان وو چې میدان ښار ته نږدې د وسله‌والو طالبانو تر برید لاندې راغلی چې له امله یې ۵ مسافر وژل شوي او ۸ ټپيان دي.

د میدان وردک د ولایتي شورا غړی حاجی احمد جعفري سلام‌وطندار ته وویل، وسله‌والو طالبانو دغه فلانکوچ موټر په توغندي ویشتلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د میدان وردک امنیه قومندان هم د یاد خبر پخلی کوي او وایي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د میدان ښار په «چاربند» کې د کابل-بامیان د دویم نمبر لویې لارې په اوږدو کې پر یوه فلانکوچ ډوله موټر توغندیز برید کړی چې له امله یې ۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردک ولایت امنیه قومندان زیاتوي چې د پېښې ټپیان او مړي د سره صلیب له لوري له سیمې وېستل شوي دي.

په ورته مهال د وسله‌والو طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د میدان وردک د محلي چارواکو دغه ادعا ردوي او وایي چې دغه موټر د حکومتي ځواکونو له لوري په دهشکې ویشتل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د میدان وردک د ولایتي شورا د معلوماتو پربنسټ، له تېرو نږدې درېو اوونیو راهیسې په دغه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د ماین چاودنو او ډزو له امله، څه کم ۱۵ ملکیان وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام