په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت استازی مهدي راسخ وايي، تېره ورځ پرې د میدان وردګ ولایت د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي کې برید شوی دی.

د نوموړي په وینا، حکومت د ده او د ساتونکو د له منځه وړلو پلان جوړ کړی و چې په وینا یې، پر ده برید پر ولسواکي او د خلکو پر کور برید دی. هغه غوښتنه وکړه چې دا پېښه دې په دقیق ډول وڅېړل شي، که نه، استعفا به وکړي.

راسخ تور پورې کړ چې پر ده وسله‌وال برید د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز او سرپرست وزیر یاسین ضیا په امر شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی هم دی. ومو غوښتل چې په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو.

د ولسي جرګې ریيس میررحمان رحماني وايي، امنیتي ځواکونه، پولیس او ملي اردو د قانون پر پلي کولو او امنیت ټینګښت بوخت دي، خو ځینې کسان د یادو ځواکونو له یونیفورم څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

رحماني د ولسي جرګې د خوندیتوب، حقوقو او امتیازاتو کمېسیون او همداشان د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې یاده پېښه وڅېړي او پایلي يې د ولسي جرګې له عمومي غونډې سره شریکې کړي.

د ولسي جرګې نورو غړیو هم پر راسخ برید وغنده او د ورته بریدونو د مخنیوي غوښتنه يې وکړه.

د ولسي جرګې یوه غړې ریحانه ازاد وايي، وکیلان چې له خپل حیثیت او ابرو څخه ساتنه ونه کړي، د خلکو له حقونو څخه هم دفاع نه شي کولای.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام