د سرپرستانو له لوري دولتي ادارو کې له سلیقوي ګمارنو او لرې کولو د اندېښنو په دوام، نن د ولسي جرګې یو شمېر غړيو د جرګې عمومي غونډه کې وویل، یو شمېر نوماند وزیران وروسته له هغې چې د تایید رایې يې ترلاسه نه کړې، ناقانونه کړنې ترسره کوي.

د دوی په وینا، د هغو نوماند وزیرانو له لوري دې د تغیر او تبدیلۍ بهیر ودرول شوي چې د تایید رایې یې نه دي ترلاسه کړي.

حقوقي کارپوه وحید فرزه‌يي هم وايي، د هغو سرپرست وزیرانو او حکومتي مامورانو له لوري چې د تایید رایې یې نه دي اخیستي، د کار دوام ناقانونه دی.

د هغه په وینا، د وزارتونو او دولتي ادارو د سرپرستۍ تنظیم قانون ته په پام، د حکومت مشري بايد ډېر ژر نور وړ کسان معرفي کړي.

سیاسي کارپوه حميد عزیزي هم وايي، د هغو سرپرست وزیرانو له لوري د کار دوام چې ولسي جرګې څخه یې د باور رایه نه ده اخیستې، د حکومت او خلکو ترمنځ د بې‌باورۍ درز زیاتوي.

د نوموړي په وینا، ولسشمر غني دې هر څه ژر د سرپرستۍ چارو د تنظیم قانون او د ولسي جرګې د غړيو غوښتنې پر بنسټ، هغو څوکیو ته نوي کسان معرفي کړي چې د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

ومو وغوښتل په دې اړه د ارګ نظر هم ولرو؛ خو پرله‌پسې اړیکو سربېره بریالي نه‌شوو.

ولسي جرګې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان بانک، د ملي امنيت رياست او ۲۴ نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکولو صندوقونه کېښودل چې له دې ډلې یوازې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر طاهر زهیر، د ښځو چارو وزیرې حسینې ساپۍ، د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي او د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي تایید رایې ترلاسه نه کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام