Asset 1SWN

امنیتي ځواکونه بامیانو کې د علي‌پور ځپلو لپاره امر ته په تمه دي

photo_2018-11-25_00-24-50-1-p4hgqo3ytofobkj1d1dix49wrqu86rw09ghr5p5k0k

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، شاوخوا ۱۱ سوه امنیتي ځواکونه چې د پولیسو ځانګړې قطعه، کومانډو، د پوځ سرتېري او پولیس په کې دي، بامیانو کې د ولسي مقاومت قومندان عبدالغني‌ علي‌پور ځپلو لپاره د چمتووالي په حال کې دي.

د سرچینې په وینا، دغه ځواکونه چې د مرمیو ضد هاموې او سپکې او درنې وسلې هم ورسره دي، بامیانو کې راغونډ شوي، ترڅو د میدان‌وردګو بهسودو ولسوالۍ کې عبدالغني علي‌پور وځپي او ویې نیسي. سرچینه زیاتوي، دغه ځواکونه په تمه دي چې پر علي‌پور د برید کولو امر ورته وشي.

نن سهار د مرمو ضد شاوخوا سل عرادې ټانګونه هم بامیانو ښار ته دننه شوي. بامیانو ته د دغو هاموې ټانګونو په دننه کېدو سره د ښار وضعیت چې د نوي کال د جشن ترسره کولو لپاره تيار شوی و، پوځي بڼه غوره کړې ده.

د کمانډو ځواکونو الوتکه

دا داسې مهال دی چې د میدان‌وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د پوځ د یوې چورلکې له سقوط درې ورځې وروسته، د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، د دغه وزارت د څېړنو له مخې دغه چورلکه د نامسووله وسله‌والو قومندان عبدالغني علي‌پور وسله‌والو له خوا نسکوره شوې ده.

فواد امان نن شنبې پر ټوېټرپاڼه لیکلي: «د دفاع وزارت څېړنې او ترلاسه شوي اسناد او مدارک ښيي چې د هوايي ځواک چورلکه علي‌پور پورې د تړلو وسله‌والو له لوري بهسودو ولسوالۍ کې په نښه شوې ده.»

نوموړي ټینګار کړی چې د دفاع وزارت به په هره بیه د دغې پېښې د وژل شويو غچ اخلي او لاملان به یې په سزا رسوي.

د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي و چې د افغان هوايي ځواک د یوې مې ـ ۱۷ لوا ۷۷۷ چورلکې لوېدو پېښه کې ۵ امنیتي ځواکونه او د پیلوټ په ګډون یې ۴ کارکوونکي وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام