Asset 1SWN

بامیان؛ یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا واکسین له لګولو وروسته مړ شوی

vacin-1-p3kax3u10le37du55902xuuul7s0t0xx29q8rueys4

د بامیانو روغتون مسوولان تاییدوي چې یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا واکسین له ترلاسه کولو وروسته مړ شوی دی.

د ياد ولايت د روغتون رییس فروغ امیري وايي، په دې اړه د څېړنې په موخه د ياد روغتون د ډاکټرانو یو پلاوی ګمارل شوی ترڅو وګوري چې دغه روغتيايي کارکوونکی څنګه مړ شوی دی. د اميري په وينا، که څه هم دغه روغتیايي کارکوونکي د زړه ناروغي او د وینې لوړ فشار درلود؛ خو تر اوسه معلومه نه ده چې د دغې مړينې اصلي لامل د زړه ناروغي ده او يا هم د کورونا واکسین.

د بامیانو روغتیا ریاست کې یوې بلې سرچینې هم د دې ولایت د روغتون د مشر څرګندونې تایید کړې او ويې ويل، په دې اړه به د ډاکټرانو له څېړنو وروسته خبریالانو معلومات ورکړي.

په هېواد کې د کورونا واکسین د تطبيق پروسه تېره اوونۍ پیل شوه. هغو کسانو چې دغه واکسین ترلاسه کړی وايي چې د کورونا واکسین ځان سره تبه هم لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام