Asset 1SWN

افغانستان کې د کورونا واکسين له ۱۸ کلونو پر لوړ عمر لرونکيو کسانو تطبيقېږي

Vaccine-3-p2pe9c1p542f7rr1vyjjacez2esyjuajvclhlarrt4

د عامې روغتيا وزارت مسوولان وايي، په لومړي پړاو کې به پر ۲۰ سلنه افغانانو د کورونا واکسين تطبیق شي. د ياد وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، له ۵۰۰ډوزه د کورونا واکسين چې هند مرسته کړی، په لومړي پړاو کې به يې روغتيايي کادرونه، بيا امنيتي ځواکونه او ورپسې خبريالان واکسين شي.

د مجروح په وينا، په دويمه او درېيمه مرحله کې به کورونايي ناروغان، اوږدمهالې ناروغۍ لرونکي، د ښوونځيو زده‌کووني او  ښوونکي  او همداراز د پوهنتونو محصلان او ښوونکي د کورونا واکسين ترلاسه کړي.

نوموړی زياتوي، کورني بې‌ځايه شوي او کوچيان هم په دې لړۍ کې شامل دي چې واکسين کېږي.

د عامې روغتيا سرپرست همداراز وايي، د نړيوال روغتيايي سازمان پر وړانديز افغانستان کې به د کورونا واکسين له ۱۸ کلونو پر پورته عمر لرونکيو کسانو تطبيق شي.

د کورونا دغه واکسين به پر هېوادوالو هره ورځ يا هم اوونۍ وار تطبیق شي.

مجروح وايي، اوس مهال ۱۶ميليونه ډوزه د کورونا واکسين ۲۰ سلنه افغانانو ته په پام کې نيول شوی چې لګښت يې د واکسين نړيواله اتحاديه ورکوي.

د عامې ورغتیا سرپرست وايي، که د کورونا واکسين توليدوونکي هېوادونه حاضر شي چې دغه واکسين وپلوري، نو دولت له نړيوال بانک سره په همغږۍ کولای شي دغه واکسين وپېري او روغتيايي برخه کولای شي، ۱۵ ورځو کې ۶۰ سلنه افغانان واکسين کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام