Asset 1SWN

بامياني سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړ او ويې ليکل: « حق يې و! د خپلو کړنو جزا ورکړل شوه»

1200px-Sunrise_of_Bamyan_Valley-ox733msvt55jb60ev2c6zalpjtolr3lt0oy1tscql0

 

د باميانو ولايت د امنيې قومندانۍ مسوولان وايي چې  یکه‌ولنگ ولسوالۍ کې يوه کس د خپلې ۳۵ کلنې مېرمنې سر پرې کړی دی.

د ياد ولايت جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمدموسی امامي سلام‌وطندار ته وايي، قاتل تښتېدلی دی او په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

يوه بله امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، دا پېښه د يکه‌ولنګ ولسوالۍ په «سرترنوک» سيمه کې شوې ده.

د سرچينې په وينا، وژل شوې مېرمن «گل‌بخت» نومېده او وايي، دواړو ۸ کاله وړاندې کړی و او د کورنۍ ستونزو له کبله له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې مېرمن د پلار کور کې اوسېده چې يوه مياشت وړاندې دغه ستونزې حل او ګل‌بخته د خپل خاوند کور ته لاړه.

سرچينه زياتوي، د ګل‌بختې پرې شوی سر يې په يوه خلته کې اچولی و چې لاندې يې په کاغذ لیکلي و« حق يې و! د خپلو کړنو جزا مې ورکړه »

د باميانو ولايت د ښځو چارو رييسه ذکیه رضايي د ياد خبر په تاييد سره وایي، د پېښې په اړه د پوليسو له لوري د وژل شوې مېرمنې د خاوند ورور نيول شوی دی.

د نوموړې په وينا، په تېرو ۷مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې دا شمېرې په تېر کال کې يوازې ۱۶۰ قضيې وې.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام