ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو غچ به له عاملانو اخلي. دغه څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه وشوې چې یوه پوځي الوتکه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې رانسکوره شوه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني نن شنبه د یادې پېښې د قربانیانو له وارثینو سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې په بهسودو کې د نسکورې شوې اولوتکې د قربانیانو، اتلولي نه هېرېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ولسمشر غني اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د یادې پېښې عاملان ژر تر ژره د خپل عمل په سزا ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې د هوايي ځواک د ۷۷۷ لوا اړوند یوه مې-۱۷ ډوله چورلکه د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې لوېدلې ده چې له کبله يې ۵ امنیتي ځواکونه او د پيلوټ په ګډون د دې الوتکې ۴ خدمتي کارکوونکي وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت نن هم ويلي چې د ياد وزارت څېړنې او ترلاسه شوي اسناد او مدارک ښيي چې د هوايي ځواک الوتکه عليپور پورې د تړلو وسلهوالو له لوري بهسودو ولسوالۍ کې په نښه شوې ده.