Asset 1SWN

ولسمشر: هېواد کې د جګړې د پای او د سولې تامین لپاره فرصت منځته راغلی

Ghaniii-p2uo8wseqixj5kvvkejigegk47ejp6xpk3x2k1nw5k

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې اوسمهال په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې ته فرصت منځته راغلی دی او ټينګار کوي چې هېواد کې سوله تامينېږي.

ولسمشر دغه څرګندونې نن له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲مې کالیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني پیغام کې کړي دي. نوموړي زياته کړه: « اوسمهال په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې ته فرصت تيار شوی دی. هغه سوله چې په هغه کې زموږ ټول ملکي او نظامي بسټونه خوندي او قوي شي، هغه سوله چې ماشومان، ښځې، ځوانان او ټول محروم قومونه ترې ګټه واخلي.»

جمهور رييس په خپلو خبرو کې وويل، د شوروي د ماتې اصلي لامل د مجاهدينو ترمنځ ملي يووالی و.

ولسمشر غني وايي، له جهاده د خلکو موخه دا وه چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو د خوښې نظام رامنځته، پوځي او ملکي بنسټونه پیاوړي او وساتل شي.

نوموړي زياته کړه: «د شوروي ځواکونو وتل له افغانستانه مسوولانه نه وو او د هېواد راتلونکي ته هم کوم تدبیر نه و نیول شوی؛ نو افغانستان په څو اړخیزه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونو، ملي بنسټونو او د افغانستان بېخ‌بنا له منځه ولاړه.»

ولسمشر غني وايي، يو وخت کې ټول شرقي او غربي مبصرين په دې باور وو چې شوروي په افغانستان کې خپل یرغل پای ته نه رسوي او د افغانانو ملي مبارزه هم کومه پايله نه لري؛ خو  افغانانو وکولای شو چې دغه نظريې ناسمې ثابتې کړي.

نوموړی ټينګار کوي وايي: « اوس هم زموږ تدبير او يووالی هغه نظر چې وايي افغانستان به سولې ته ونه رسېږي، دا به هم ناسم ثابت شي. موږ به سولې ته رسېږو، هغه هم تلپاتې سولې ته چې د هر افغان عزت په‌کې خوندي وي.»

د ملي پخلاينې عالي شورا هم له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د ۳۲مې کالیزې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، هېواد کې تر ټولو لومړی سوله ده او دا هڅې به بلاخره په افغانستان کې روانه ۴۰کلنه جګړه پای ته ورسوي.

له دې ورځې په کابل کې بېلابېلو ناستو کې نمانځنه وشوه.

د پخواني ولسمشر مرستيال محمد یونس قانوني هم په دې اړه جوړې شوې يوې ناسته کې له حکومت او طالبانو وغوښتل، ترڅو له جګړې لاس واخلي او سولې ته رسېدو لاره کې هڅې وکړي.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان ته راغلل او له ۹ کلونو جګړو وروسته د ۱۳۶۷ کال دلوې مياشتې په ۲۶مه نېټه له افغانستانه ووتل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام