Asset 1SWN

حکمتیار: د افغانستان له بنادرو په کانټينرونو کې وسلې او جنګي تجهیزات واردېږي

Hekmatya-1-p2ujnbjyr891ulewhtrk76r8qjkpork0sijoz76oaw

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار جمهوري رياست د سولې خبرو پر سبوتاژ تورنوي او وايي، په لسګونو کانټینرونه او جنګي تجهیزات د بندرونو له لارې هېواد ته دننه کېږي.

حکمتيار نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د ۳۲مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل، د افغانستان د بېلابېلو بندرونو له لارې د غنمو او نورو موادو په کانټینرونو کې وسلې او جنګي مهمات را روان دي او د هغو کسانو په اختیار کې ورکول کېږي چې طالبانو سره د جګړې سابقه لري.

د نوموړي په وينا، امريکا په دې هڅه کې ده چې افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي؛ خو ارګ د ملېشې جوړولو او د وسلې پر وېشلو جګړې ته تياری نيسي.

د حزب اسلامي رهبر زياته کړه، امریکا او افغان حکومت دوحه کې د سولې خبرو د بن‌بنست مسوول دي.

وموغوښتل په دې اړه د ارګ نظر هم ولرو؛ خو له پرله‌پسې اړيکو سر بريالي نه شوو.

حکمتیار په دې ناسته کې وویل، له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو وتلو کې د ځنډ په اړه د امريکا د ولسمشر جوبايډن وروستۍ څرګندونې ښیي چې امريکا غواړي د دوحه تړون شاته او سرغړونه وکړي.

نوموړی وايي، د بایډن دغه کار ته هېڅ اخلاقي او عقلاني توجيه نشته. د حکمتيار په وينا، طالبان د روان کال له مې له میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکایانو موجوديت او نه هم د دوی په لد اس جوړ شوي حکومت دوام مني.

حکمتیار وايي، امريکا په افغانستان کې خپله خونړۍ او خورا قیمته جګړه له لاسه ورکړه او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو موجوديت يې په زيان تمامېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام