Asset 1SWN

قانوني: د سولې پروسه کې دې درېیم لوري یعنې ولس ته هم ونډه ورکړل شي

uones qanonijpg

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني نن کابل کې د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۶م تلین نمانځغونډه کې وویل، د جهادي مشر عبدالعلي مزاري یو ارمان دا و چې د افغانستان لانجه باید د سولې له لارې هواره شي.

قانوني د سولې روانې پروسې په اړه وویل، د سولې لړۍ دوام او چټکتیا په موخه چې کومه نوې طرحه وړاندې شوې، ښایي عملي هم شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید یوازې د طالبانو او حکومتي پلاوي ترمنځ نه، بلکې ولس هم په کې شریک شي.

قانوني وویل، ښایي د سولې خبرو د ګړندي کېدو په موخه داسې نقشه جوړه شي چې هم ملي او هم سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شي.

په همدې حال کې د ولسمشر ستر امنیتي سلاکار محمد محقق هم د عبدالعلي مزاري د کړنو او مبارزو یادولو ترڅنګ وویل، طالبانو له ځینو کسانو غوښتي چې دغې ډلې سره بیعت وکړي چې په وینا یې دا څوک نه‌مني.

محقق وویل، ځینې خلک په هره بیه د سولې په راتلو ټینګار کوي، یعنې هر قیمت دا چې افغان دولت له خپلو ټولو ارزښتونو تېر شي او مقابل لوري ته تسلیم شي، دا ناشونې ده او جمهورت او تېرې لاسته راوړنې باید وساتل شي.

دې سره د ولسمشر دويم مرستیال سروردانش وویل، حکومت سولې ته ژمن دی او د سولې په برخه کې هر ډول طرحې ته ښه راغلاست وایي.

خو ټینګار يې وکړ چې د سولې طرحه باید د افغان دولت په غیاب کې نه وي او ملي ګټو او اساسي قانون ته په کتو جوړه شوې وي.

د وحدت اسلامی ګوند پخوانی مشر عبدالعلي مزاري ۲۶ کاله وړاندی د طالبانو له لوري ووژل شو او اوس یې هرکال د تلین نمانځغونډو په ترسره کولو سره د کړنو او مبارزو د یادونې په موخه د سیاستوالو او چارواکيو په ګډون سره غونډې جوړېږي او د سیاسي کارنامو یادونه یې کېږي.

نننۍ غونډه کې هم د ولسمشر محمد اشرف غني په پیغام کې د ده د سیاسي مبارزې او سولې او ملي یووالي ته د رابللو په غوښتنو او ارمانونو یادونه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام