Asset 1SWN

ځینې ځانګړې ​​کړۍ د سولې پروسې پر وړاندې ستونزې جوړوي

90

د استانبول سولې د غونډې په درشل کې د افغانستان ۷ مطرحو ګوندونو د يوې سیاسي کمېټې په جوړولو سره نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د استانبول غونډې په اړه خپل دريځ اعلان کړ.

 د دې کمېټې غړيو وويل، يو شمېر کړۍ په بېلابېلو پلمو  هڅه کوي تر څو د سولې بهير کې ستونزې رامنځته کړي.

د دې کمېټې غړيو ټینګار وکړ چې بايد دې کړيو ته اجازه ورنه‌کړل شي چې د سولې پروسې بهير ستونزمن کړي؛ خو دوی د دې کړيو نوم ياد نه کړ.

په ورته مهال د دې کمېټې غړيو روښانه کړه چې ټول جهتونه دې د استانبول سولې په غونډه کې په واحد نظر ګډون وکړي او بېلابېلې طرحې به ګټورې نه وي.

ټاکل شوې د استانبول د سولې ناسته اپرېل میاشت کې د افغانستان حکومت د لوړ پوړو حکومتي چارواکيو او طالبانو په ګډون جوړه شي. لا تر اوسه د غونډې کره وخت نه دی معلوم؛ خو ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه ناسته به د اپرېل مياشتې په ۱۶ڼېټه په ترکیه کې جوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام