Asset 1SWN

«د استانبول ناستې پر اجنډا، ګډونوالو او نېټې لا هوکړه نه‌ده شوې»

168356357_290663432435684_5884501508474641937_n

د ولسمشر د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د استانبول ناستې د اجنډا، د ګډون‌والو او د يادې ناستې له مهال‌وېشه خبر دي؛ خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه هوکړه نه ده شوې.

د محب په وینا، د قطر په دوحه کې د حکومت مذاکراټي ټيم له طالب او د امريکا له استازيو سره د استانبول ناستې د اجنډا په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر خبریالانو د باخبره سرچینو له قوله ليکلي چې امريکا او ترکيې د استانبول د ناستې ڼېټه معلومه کړې ده.

د دې سرچینو په وینا، د استانبول ناسته به د روان کال د اپرېل مياشتې په ۱۶مه نېټه، ۱۰ ورځو لپاره جوړه شي.

دغه ناسته چې ډېره مهمه بلل شوې، د حکومت، د طالبانو، د امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو استازي چې د افغانستان په مسله کې ښکېل دي په‌دې غونډه کې ګډون وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام