Asset 1SWN

« له وخته مخکې ده چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه دې د طالب مشرانو نومونه لرې شي»

20210227_175846-p3hdrcyrdyzn1wuf8u94l6dg1r8nenshwkcxw7kv4k

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاټروشيوف وايي، تر هغه چې د سولې په خبرو کې مشخصه پايله ترلاسه نه‌شي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه  د طالب مشرانو د نومونو ايستل له وخته مخکې ده.

بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه موضوع د روسیې د امنیت شورا منشي په مسکو کې له محمدحنیف اتمر سره په ليدنه کې مطرح کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي هم ويلي، روسيې ته افغانستان کې د طالبانو د امارت راتګ هېڅ د منلو نه دی. نوموړي ویلي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې له پروسې او له سولې وروسته افغانستان ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، په دې ليدنه کې دواړو لوريو د جدي او معنی لرونکيو خبرو اترو پر پیل کولو هم ټینګار وکړ او د افغانانو د غوښتنې پربنسټ هراړخیز سیاسي حل ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

دواړو لوريو همداراز سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع اهمیت او د څو اړخیزو اړیکو زیاتوالی او په افغانستان کې د سولې پروسه کې د نفوذ لرونکيو هېوادونو له شاملولو په اړه هم بحث کړی دی.

محمدحنیف اتمر په دې ليدنه کې ويلي، افغان حکومت د سولې په پروسه کې د ۶زره طالب بنديانو د خوشې کولو په ګډون خپلې ټولې ژمنې عملي کړي؛ خو ويلي يې دي چې په مقابل کې يې طالبانو د ژمنو پر خلاف پر هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی.

د بهرنیو چارو وزیر ويلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی، د اوربند په اړه خبرو ته نه کېناستل، له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ساتل او د جګړې ډګر ته د طالب بندیانو بېرته ستنېدل هغه موارد دي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼې زياته کړې، دواړو لوريو په دې ليدنه کې د سولې له خبرو پرته، سياسي او امنيتي برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاريو هم خبرې کړي دي.

اتمر په دې ليدنه کې همداراز په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د دواړو حکومتونو ترمنځ د همکارۍ د نوي څپرکي رامنځته کولو لپاره د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگګي لاوروف له محمد حنيف اتمر سره په يوه ګډه ناسته کې ويلي و، روسیه د طالبانو د امارت بېرته ستنېدو ملاتړ نه کوي؛ خو دې لپاره چې د طالبانو نومونه له تور نوملړه ووځي، باید د سولې په خبرو کې اړین پرمختګ راشي.

له دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ويلي و، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړيو او د افغانستان له متحدانو سره کار کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.

نوموړي زياته کړې وه، طالبان ژمنې ماتوي او له ازادېدو سره سره جګړې ته ستنېږي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه خورا مهم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام