اتمر د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ

د بهرنیو چارو وزارت وايي، محمد حنيف اتمر نن د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سفر کې به د افغان سولې په اړه او همداراز د دوه اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د همکاریو د پراختیا په موخه هم خبرې وشي.

« له وخته مخکې ده چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه دې د طالب مشرانو نومونه لرې شي»

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاټروشيوف وايي، تر هغه چې د سولې په خبرو کې مشخصه پايله ترلاسه نه‌شي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه  د طالب مشرانو د نومونو ايستل له وخته مخکې ده.

بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه موضوع د روسیې د امنیت شورا منشي په مسکو کې له محمدحنیف اتمر سره په ليدنه کې مطرح کړې ده.

د افغان پوست خدمتونه؛ د يوې پېژندپاڼې تاييد لپاره يوه مياشت وخت او د ۵۰۰ افغانيو لګښت

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د اسنادو د تاييدۍ او پر هغو له ډېر لګښته شکایت کوي. دوی وايي، خپل اسناد «تذکره، د زېږېدنې کارت، نکاح خط» او نور چې غواړي تايید یې کړي؛ نو د پوست له لارې یې باید د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي چې دا چاره ډېر وخت نیسي او لګښت یې هم ډېر دی.

ترکیه؛ یوې ټرافیکي پېښه کې ۵ افغانان مړه شوي

بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په «اغري» ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۵ افغانان مړه شوي دي.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د ترکیې د «اغري» ولایت په «دوغوبایزید» سیمه کې شوې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې چې يوه موټر کې افغانکډوال سپاره وو، د ډېر بېړني تګ له کبله له سړکه انحراف کړی او ۵ افغانان په‌کې وژل شوي دي.