د طالبانو له لوري په هېواد کې د ولسوالیو د نیولو بهیر دوام لري او دې ډلې په وروستۍ یوه میاشت کې لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. دغې ډلې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالي، د تخار ولایت اشکمش او چاه آب ولسوالۍ، د بدخشان ارغنجخواه د غور ولایت تولک او د کندوز خان اباد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
په ورته مهال دغې ډلې په تازه بریدونو کې د کندوز علياباد ولسوالي د فراه ولایت د لاشاو جوین ولسوالي ځینې برخې او همداراز د غور ولایت ساغر ولسوالي ولکه کړي دي.
د غور په ساغر ولسوالي کې امنیتي سرچینې او عام خلک وايي چې دا ولسوالي پرون غرمه له جګړې پرته طالبانو ونیوله. د سرچینو په وینا، طالبان همدا اوس د ولسوالي او امنیه قوماندانۍ ودانیو کنټرول په خپل لاس کې لري، خو سیمهییزو چارواکو او طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته مهال د کندوز ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني وايي؛ د علياباد ولسوالي پر بازار د طالبانو د برید په پایله کې د درېیم سمت ماموریت د امنیتي پوستې په ګډون دغه بازار د طالبانو له لوري ولکه شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رباني په خبره، امنیتي ځواکونو د پولیسو قوماندانۍ او د ولسوالي لور ته چې د علياباد بازار څخه لاندې دی، شاتګ کړی.
د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني که څه هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې خبرونه تائیدوي، خو وايي، د علياباد ولسوالي بازار سقوط نه دی کړی.
د رحماني په خبره، په وروستۍ یوه اوونۍ کې امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو پر وړاندې خپل مقاومت ښودلی او یادې ډلې د درنو تلفاتو په لیدلو سره ماتې خوړلې ده.
هغه وايي، په نیږدې راتلوونکي کې به د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار وسلهوالو طالبانو د کندوز ولایت خاناباد ولسوالي په بشپړه توګه نیولې ده.
د فراه ولایت څخه هم خبر رارسېدلی چې طالب ډلې پرون سهار د دې ولایت په لاش اوجوین ولسوالۍ برید کړی چې په پایله کې یې دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
په ورته مهال د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي وايي؛ طالبانو وړمه شپه په یوه وخت کې د دې ولایت په پشترود ولسوالي برید کړی دی.
هغه وايي، په پشترود ولسوالي د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی.
په همدې حال کې د یوه بل خبر له مخې د هرات اوبه ولسوالي پر ځینو برخو د طالبانو په بریدونو کې تر اوسه ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د هرات ولایت د اوبه ولسوال ضیاالحق نوري سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د وړمې شپې ۱۰ بجو څخه د اوبه پر ولسوالي له څو خواوو برید وکړ او اوس مهال د ولسوالي مرکز د طالبانو له لوري کلابند شوی دی.
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي د دغه ولایت په اوبه ولسوالي د طالبانو پراخ بریدونه تاییدوي او وايی چې په دغې ولسوالي کې د طالبانو پر وړاندې په پوره توګه امنیتي ځواکونه شتون لري.
- طالبانو په پکتیا کې ۲۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي
- د غور تولک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې
- سرپل کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي
په ورته مهال د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۹ظفر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د وړمې شپې د بریدونو په ترڅ کې د هرات په اوبې ولسوالي کې د طالبانو له لوري د نومول شوي ولسوال په ګډون ۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
له زابل ولایت څخه هم خبر ورکړل شوی، چې تیره شپه امنیتي ځواکونو د دغه ولایت ارغنداب ولسوالۍ مرکز څخه شاه تګ کړی او یو بل ځاې ته لیږدول شوي دي.
د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان وايي چې وړمه شپه امنیتي ځواکونو له یادې ولسوالي څخه تکتیکي شاه تګ کړی او دغه ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
بلخوا وسلهوالو طالبانو د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو کړي چې له امله یې، څو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغو ځواکونو د یادې ولسوالي بودنې کلي ته تاکتیکي شاه تګ کړی دی.
د شولګرې ولسوال محمد شفیع صافی سلاموطندار ته وايي چې حکومت د ځواکونو پیاوړتیا په موخه تاکتیکي شاه تګ کړی او ځواکونه یې نیږدې پوستو کې ځاې پر ځاې کړي دي، څو بیا ځلې مجهز او وروګرځي.
نوموړی وايي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې په ترڅ کې دوه سرتیري ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي په سیمه کې د وضعیت د عادي کېدو خبر ورکوي او وايي چې طالبانو د «تاجک ایلتن» په دوه لارې کې یو پلچک چې امنیتي ځواکونو ته پرې اکمالات کېدل په بمونو الوځولی چې جدي ستونزه یې نه ده رامنځ ته کړې او امنیتي ځواکونو ته په عادي توګه اکمالات کېږي.
له ډېرو هڅو سره سره بیا هم بریالی نه شو چې په دغه راپور کې د ملي دفاع وزارت چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو. خو په کندوز کې د ۲۱۷پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري وايي، هغه ولسوالۍ چې په شمال ختیځ ولایتونو کې د طالبانو لاس ته لوېدلي د پولیسو، ولسي پاڅونوالو او ملي امنیت ځواکونو له لوري اداره کېدې.
نظري وایي، دوی له نورو ځواکونو سره د همږغۍ په حال کې دي، څو د تخار اشکمش ولسوالي او یوشمېر نورو له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات ترسره کړي.
د می میاشتې په لومړیو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او دغه ډله توانیدلې چې په دغه موده کې څو پوځي مرکزونه او ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولي.