هغه اطلاعات چې له فاریاب، غزني او بادغیس ولایتونو څخه سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې په دغو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ له سختو جګړو او د مرستو له نه رسېدو وروسته یو پر بل پسې طالبانو نیولي دي.

د دغو ولسوالیو له ډلې په فاریاب کې د دولت‌اباد او قیصار ولسوالۍ، په غزني کې د آب‌ بند او جغتو ولسوالۍ او په بادغیس کې هم د جوند ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په فاریاب کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو نن سهار له اوږدې کلابندۍ وروسته د دغه ولایت د قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ ونیولې. د سرچینې په خبره، امنیتي ځواکونه له خپلو پوځي تجهیزاتو سره د اندخوی څلورګونو ولسوالیو ته شاتګ کړی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي عبدالاحد ایلبېک هم سلام‌طندار ته ویلي چې د دغه ولایت د دولت‌اباد ولسوالي له درې کلنې کلابندۍ وروسته نن سهار د درې سرتېرو په وژل کېدو او ۱۵ نورو په ژوندي نیول کېدو سره د طالبانو لاس ته ورغله.

د فاریاب ترڅنګ، غزنی هم نن د نښتو شاهد و چې په پایله کې یې اب‌بند او جغتو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د غزني د ولایتي شورا غړی غلام‌سخي زابلي تاییدوي چې امنیتي ځواکونو د دغو ولسوالیو له مرکز څخه شا‌تګ کړی دی. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو له سختې څو ساعته جګړې وروسته یادې ولسوالۍ پرېښي او ناور هغې ته یې شاتګ کړی دی.

خو د غزني د والي ویاند وحید‌الله جمعه‌‌زاده وايي، امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي او د جغتو او اب‌بند ولسوالیو کنټرول یې په لاس کې نیولی دی. هغه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د انتن په نوم یوې پوستې څخه هم شا‌تګ کړی دی.



په همدې حال کې د باغیس ولایت د جوند ولسوال عبدالکبیر منیب هم مني چې په دې ولسوالي کې مېشتو امنیتي ځواکونو ولسوالي پرېښې او طالبانو د هغوی له وتلو سره سم د ولسوالي مقام، امنیه قومانداني او د جوند د مرکز بازار نیولي دي. د هغه په خبره، د ملکي او نظامي ادارو ټول کارکوونکي د قندان په نوم پر یوې لوړې غونډۍ ځای پر ځای شوي دي.

د باغیس د ولایتي شورا غړی محمد فرید اخیزی هم وايي چې امنیتي ځواکونو له کومې نښتې پرته د جوند ولسوالي طالبانو ته خوشې کړې ده.

په ورته وخت کې د  غور محلي مسوولان وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده. د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده وايي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې د دغه ولایت لپاره د طالب ډلې د نومول شوي والي د ورور په ګډون، ۲۳ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، طالبانو د دغه ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالي کې ۵ ملکيان هم وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې په هېواد، په تېره شمالي ولایتونو کې د جګړې ډګر تود شوی او په سرپُل، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د مخابراتي شبکو فعالیت هم درېدلی دی.

بله‌خوا د ملي روغې جوړې شورا مرستیال عنایت‌الله بابر فرهمند پر ټویټر لیکلي چې په تېرو دوو ورځو کې دولت‌اباد او قیصار ولسوالۍ پر خپل وخت د هوايي او ځمکنیو مرستو نه رسېدو له کبله له لاسه وتلې دي. هغه لیکلي، د دغه اور لمبې به ډېر ژر لوی ښارونه او ان کابل هم وسوځوي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي، کومې سیمې چې د طالبانو له خوا نیول شوي، امنیتي ځواکونو په‌کې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو د مخنیوي په موخه ترې شاتګ کړی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په یوه خبرپاڼه کې د پکتیا د زرمت ولسوالي د ناسم امنیتي وضعیت، په فاریاب کې د نښتو زیاتېدو او غور کې هم د مخابراتي شبکو د پرې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د عامه بنسټونو او ملکي وګړو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی. دغه کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال قوانین په پام کې ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام