طالبانو له ۴۸ ساعتونو راهیسې په درې ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ نیولي

هغه اطلاعات چې له فاریاب، غزني او بادغیس ولایتونو څخه سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې په دغو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ د مرستو له نه رسېدو له کبله یو پر بل پسې طالبانو نیولې دي.

د فاریاب دولت‌اباد او قیصار، د غزني آب‌ بند او جغتو او د بادغیس جوند هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

حکومت د عبدالرووف خوشې کېدو لپاره د پیسو را ټولولو مخه نیسي

عبدالرووف چې له څو میاشتو راهیسې د انسان تښتوونکو په منګولو کې دی او د را خوشې کولو په بدل کې یې له کورنۍ درې میلیونه ډالره غواړي، په یوه تازه غږیز پیغام کې پر ناروغۍ د اخته کېدو په اړه غږېدلی دی. د عبدالرووف پلار محمدنبڅي ترکمن وايي، غوښتل یې چې د خپل زوی د را خوشې کولو لپاره د مرستو را ټولولو په موخه یو بانکي حساب پرانېزي، خو په وینا یې، حکومت یې مخه نیولې ده.

بدخشان کې د اوبو او امنیت د نه‌شتون په اړه لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی

 نن د بدخشان یو‌شمېر اوسېدونکیو په دغه ولایت کې د ناامنیو، د څښاک اوبو رسولو د شبکې پرې کېدل او د شورابک بند د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو کله چې لاریون کوونکوغوښتل د بدخشان ولایت مقام د دروازې پر لور ولاړ شي، امنیتي ځواکونو یې مخ ونیوله او دغه لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.