نن د بدخشان یو‌شمېر اوسېدونکیو په دغه ولایت کې د ناامنیو، د څښاک اوبو رسولو د شبکې پرې کېدل او د شورابک بند د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو کله چې لاریون کوونکوغوښتل د بدخشان ولایت مقام د دروازې پر لور ولاړ شي، امنیتي ځواکونو یې مخ ونیوله او دغه لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.

 په همدې حال کې دولتي چارواکي او اعتراض کوونکي یو بل د تاوتریخوالي پر پیلولو تورنه وي. لارینوال وایي چې د امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کې ۳ لارینوال وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

دوی وایي، کله چې اعتراض کوونکیو د وژل شویو کسانو جسدونه د عدالت غوښتنې لپاره د بدخشان ولایت مقام ودانۍ مخې ته یوړل چې دغه کار د خلکو د راپارېدو سبب شو. د بدخشان ولایتي روغتون کې یوه سرچینه هم وایي چې د لاریون له ځای څخه ورته ۳مړي او ۳۰ټپیان راوړل شوي دي.

یو‌شمېر اعتراض کوونکي وایي چې حکومتي ځواکونو د بدخشان د والي په امر پر اعتراض کوونکیو ډزې کړي دي.

یو لارینوال وایي: «کله چې د جنرال له څلور لارې څخه لارینوال تېرېدل د ولایت مقام څخه ورته د ډزو کولو امر ورکړل شو، اوس زمونږ غوښتنې لویې شوې او مونږ غواړو چې په سول‌ییزه توګه د یوه ناورین له رامنځ ته کولو څخه مخنیوی وکړو، څو وکولای شو یوې ښې پایلې ته ورسېږو.»

په ورته وخت کې یو بل اعتراض کوونکی وایي چې په لومړیو کې یې لاریون په سوله‌ییزه توګه روان وو.

هغه وایی: « د عدالت لپاره زمونږ غوښتنې سوله‌ییزې وې، د دې لپاره چې اوبو او برښنا ته لاس رسی نه لرو او ناامنۍ ډېرې شوي دي او هره ورځ له ګواښونو سره مخ کېږو. په مرکز او بهارک ولسوالي کې غیرې مسووله وسله‌والو د خلکو عادي ژوند تریخ کړی. مونږ د عدالت غوښتنه کوله، کله چې د ولایت مقام ته نږدې شو، د والي د ساتونکیو له لوري پر مونږ ډزې وشوې او لاریون پر تاوتریخوالي واوښت، ۳کسان ووژل شول او ۳۰ټپیان دي.»

 لاریون کوونکي ادعا کوي چې د امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کې ۱۷اعتراض کوونکي ټپیان شوي دي. د بدخشان امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوکپ‌پاڼه وڅارئ

خو د بدخشان امنیتي مسوولان لاریونوال په غیرې مدني حرکتونو او د تاوتریخوالي پر پیلولو تورنه وي.

د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري وایي، اعتراض کوونکو پرته له دې چې خپلې غوښتنې وړاندې کړي، د ولایت مقام پر ودانۍ برید وکړ او د پولیسو پوستې او د معلوماتو د څانګې ځينو غرفو ته یې اور ورته کړ.

نظري وایي چې د ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه د معلوماتو د څانګې د غرفو د سوځېدلو له کبله د خلکو زرګونه غوښتنلیکونه او عرضې سوځېدلي دي. نوموړی زیاتوي چې لارینوالو پر امنیتي ځواکونو هم برید کړی چې له امله یې څو پولیس ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

لاریون کوونکي له حکومت څخه غواړي چې په بدخشان ولایت کې د امنیت ټینګښت په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي او په فیض اباد ښار کې د اوبو رسولو د شبکې د چارې بیا عادي کول او په دغه ولایت کې د شورابک بند چې کار یې بشپړ شوي د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې له نږدې دوه اوونیو راپدېخو په فیض اباد ښار کې د څښاک اوبو د رسولو شبکې چارې په ټپه درېدلي چې له امله یې د دغه ښار اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام