هرات چې مخکې د هېواد د امن ولایتونو له ډلې یو و، خو اوس د نورو په څېر د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی.

د هرات د ملکیانو خوندیتوب ډلې نن له یوشمېر مدني ټولنو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال په دغه ولایت کې د طالب ډلې د بریدونو زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د تېر کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۷۳ ملکیان یوازې په هرات کې وژل شوي دي.

د دې ډلې په وینا، په یاده موده کې ۳۱۷ ملکیان د هرات په ښار او ولسوالیو کې ټپیان شوي هم دي. دوی له ښکېلو اړخونو غواړي چې د جګړې قوانین په پام کې ونیسي، څو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله وا نه وړي.

د هرات د ملکیانو خوندیتوب ډلې غړی محمدآصف فیض‌یار وايي، په یوازې ۲۳ ورځو کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي.

د یادې ډلې یو بل غړی سیداشرف سادات په هرات کې د طالبانو له لوري د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ۹۰ سلنه تاوتریخوالی د خلکو د اوسېدو سیمو کې کېږي. هغه د جګړې له ښکېلو خواوو، په تېره طالب ډلې غواړي چې په روژه کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د هرات یوشمېر مدني فعالان او د ښځو حقونو فعالانې هم له طالبانو غواړي چې په روژه کې اوربند وکړي او په استانبول غونډه کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی ونه کړي.

په تېرو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو تر څنګ، نظامیانو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د مسوولانو په وینا، له وروستیو شپږ میاشتو راهیسې د هرات په شینډنډ، پښتون زرغون، چشت، ګلران، کشک کهنه، کهسان او غوریان ولسوالیو کې د طالب ډلې بریدونو زور اخیستی او له کبله یې دواړو لوریو ته سخته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام