«د سولې طرحه کې یوازې د دولت او پخلاینې شورا نظرونه ځای شوي»

تېره ورځ ناوخته یوه طرحه چې ۱۴ مخه ده او ښايي د استانبول غونډې لپاره د افغان دولت د سولې طرحه وي، په رسنیو کې لاس پر لاس شوه.
دا طرحه چې د افغان سولې د هوکړې په نوم نومول شوې، پر څلورو بېلابېلو برخو راڅرخي او د افغانستان راتلونکې لپاره د لارښود اصول، د افغانستان سیاسي نقشه، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام او د جګړې پای ته رسول په‌کې شامل دي.

ننګرهاري ولسونه په روژه کې اوربند غواړي

زرګونه ننګرهاریان نن د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ را ټول شوي وو او په یوه خوله یې د سولې خبرو کې د چټکتیا او په روژه کې د سرتاسري اوربند غوښتنه وکړه. دوی ټینګار کاوه چې د سولې خبرو کې د تېرو شلو کلونو پر لاسته‌راوړنو معامله ورته د منلو نه ده؛ ځکه په وینا یې، په قربانیو یې ترلاسه کړې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د روژې میاشتې په درناوي دې جګړه ودروي او سرتاسري اوربند دې وکړي.

جګړې په میدان وردګ کې ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي او مرکز میدان ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له کبله شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز ميدانښار له کوټه‌عاشرو، چهارکلا، شهيدانو، بُسراق، چاريکه او جلرېز ولسوالي نه شاوخوا ١٢٠٠ کورنیو د چاڼیزو عملیاتو او نښتو له امله خپلې مېنې پرېښې او ميدانښار یا کابل ته کډه شوې دي.

له طالبانو د ملکیانو خوندیتوب ډلې غوښتنه؛ په روژه کې اوربند وکړئ

هرات چې مخکې د هېواد د امن ولایتونو له ډلې یو و، خو اوس د نورو په څېر د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی.
د هرات د ملکیانو خوندیتوب ډلې نن له یوشمېر مدني ټولنو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال په دغه ولایت کې د طالب ډلې د بریدونو زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د تېر کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۷۳ ملکیان یوازې په هرات کې وژل شوي دي.