د روژې له پېله تراوسه ۳۰۰ ملکیان وژل شوي او له ۵۰۰ډېر تپیان دي

د روژې روانه میاشت په هېواد کې د تېرو څو لسیزو په پرتله ترټولو خونړۍ میاشت وه چې په ګڼ‌شمېر کورنیو کې د غم ویر خپور و. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روژې له پېل څخه تراوسه نږدې ۳۰۰ ملکیان وژل شوي او۵۰۰ نورټپیان دي.

ننګرهاري ولسونه په روژه کې اوربند غواړي

زرګونه ننګرهاریان نن د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ را ټول شوي وو او په یوه خوله یې د سولې خبرو کې د چټکتیا او په روژه کې د سرتاسري اوربند غوښتنه وکړه. دوی ټینګار کاوه چې د سولې خبرو کې د تېرو شلو کلونو پر لاسته‌راوړنو معامله ورته د منلو نه ده؛ ځکه په وینا یې، په قربانیو یې ترلاسه کړې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د روژې میاشتې په درناوي دې جګړه ودروي او سرتاسري اوربند دې وکړي.

له طالبانو د ملکیانو خوندیتوب ډلې غوښتنه؛ په روژه کې اوربند وکړئ

هرات چې مخکې د هېواد د امن ولایتونو له ډلې یو و، خو اوس د نورو په څېر د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی.
د هرات د ملکیانو خوندیتوب ډلې نن له یوشمېر مدني ټولنو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال په دغه ولایت کې د طالب ډلې د بریدونو زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د تېر کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۷۳ ملکیان یوازې په هرات کې وژل شوي دي.