د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې سبا پنجشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د نوموړي په وینا، د سترې محکمې د حکم له مخې، سبا پنجشنبه د لومړۍ روژې ورځ اعلان شوې ده.
تر دې مخکې سعودي عربستان، پاکستان او ایران هم اعلان کړی و چې په یادو هېوادونو کې هم سبا پنجشنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې اسلامي امارت د میاشتې لیدو لپاره یوې کمېټې ته دنده سپارلې وه چې میاشت وګوري. د معلوماتو له مخې، دغې کمېټې نن خپل اړوند راپور سترې محکمې ته سپارلی او یاد محکمې یې هم پر بنسټ، دا پرېکړه کړې ده.