یوشمېر پکتیاوالې وايي چې په دغه ولايت کې ډېر لږ داسې کسان شته چې خپلو خويندو ته يې د ميراث حق ورکړی دی.

د دوی په وینا، مېرمنې د ميراث په ورکړې سره له اړمنتیا خلاصېږي او نورو ته بیا لاس نه نيسي.

په پکتیا کې د ښځو برخې فعاله انارګله وايي، که ښځو ته د ميراث حق ورکړل شي، په ټولنه کې تر ډېره د ښځو پر وړاندې شته بې‌عدالتۍ کمېدلای شي.

يوشمېر مېرمنې وايي، په دې ټولنه کې تر ډېره قومي مخور او ديني عالمان مسوول دي او دوی باید د خپلو لوڼو او خويندو او نورو مېرمنو لپاره د ميراث غوښتنه وکړي.

زرمينه له ملا امامانو غواړي چې د مېرمنو اسلامي حقونو د ورکړې لپاره غږ اوچت کړي.

ديني عالمان هم د ميراث ورکړه د مېرمنو مسلم حق او واجب بولي او وايي، ټولې کورنۍ باید د ځامنو تر څنګ، خپلو لوڼو ته هم د ميراث حق ورکړي.

ديني عالم مولوي خواجه‌الدين حق‌بيان وايي، د میراث ورکړه کې يو ورور او دوه خويندې سره برابرې دي چې په خبره یې، که په قصدي ډول ور نه کړل شي، انسان کفر ته باسي او ګناهګارېږي.

مېرمنې او عام خلک تر ډېره ښځو ته د میراث حق د ورکړې په برخه کې پر دیني عالمانو نیوکه کوي او وايي، باید په جوماتونو او نورو پروګرامونو کې خلکو ته په دې اړه معلومات ورکړي. د دوی په وینا، دیني عالمانو اوس ښځو ته د میراث حق په اړه چوپتیا غوره کړې، خو دیني عالمان بیا ادعا کوي چې تل یې په تړاو خلکو ته سپارښتنې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام