Asset 1SWN

ولسمشر غني د سولې د لارې نقشې چارچوب تشرېح کړ

169665326_3834237349985812_4058696905318656899_n

افغان دولت ته د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد د طرحې له وړاندې کېدو وروسته، نن ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د سولې د لارې نقشې چارچوب تشرېح کړ.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته خپاره کړي.

له دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې ولسمشر محمد اشرف غني یوه درې پړاویزه طرحه چې سیاسي ثبات، د سولې حکومت رامنځته کول او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په اړه مشوره ورکول په کې شاملېږي، چمتو کړې او د ملي مصالحې عالي شورا ته یې سپارلې ده.

د سیاسي ثبات رامنځته کولو تر نوم لاندې د دغې طرحې لومړۍ برخه کې، د وروستۍ بریا پر سر جوړجاړی، پر اوربند او د نړیوال نظارت پر سر هوکړه، د سولې دولت پر اصولو هوکړه، د نړیوال او سیمه‌ییز ضمانت ترلاسه کول او تروریزم سره د مبارزې لپاره د یوه چوکاټ په اړه پلټنه او د لویې جرګې له خوا یې تاییدول، شاملېږي.

د ارګ د دغې طرحې درېیمه برخه کې د وروستۍ بریا لپاره د نقشې لار له طریقه د سولې ټینګښت په اړه بحث شوی، چې د اساسي قانون څرنګوالی، سیاسي جوړښت، عادي ژوند ته د کډوالو او بې‌ځایه شوو بیرته راستنېدل، د امنیت او دولت رامنځ ته کول او همدارنګه د پرمختیا لومړیتوبونه شاملیږي.

دې سره د ملي مصالحې عالي شورا تېره ورځ ویلي چې تراوسه ۲۵ سیاسي ګوندونو او د دغې شورا د مشرتابه کميټې غړو د سولې لپاره ۳۰ طرحې او لیدلوري دغې کمیټې ته چې د محمد یونس قانوني له لوري رهبري کېږي، وړاندې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام