د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت د یحي‌خېلو ولسوالي په «یحي‌خېلو» کلي کې د یوې هاوان مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس محمد امین حذیفه سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو ماشومانو پر یوې سرګلولې لوبې کولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حذیفه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیکا د اطلاعات او فرهنګ رییس په وینا، که څه هم دغه ولایت کې د ماین پاکۍ موسسو ګڼ‌شمېر سیمې له ماینونو او ناچادو توکو پاکې کړي، خو وايي چې بیا هم وخت ناوخت ناچاوده توکي د خلکو ژوند اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام