غزني کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني امنیه قومندان خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غويي اتمه د دغه ولایت د ناوې ولسوالي اړوند «مټاخان» کلي کې رامنځته شوې ده.

میدان‌وردګ کې د راکېټ سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي

د میدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه راکټ د سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي اړوند «تنګي دره» کې رامنځته شوې ده.