Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د راکېټ سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي

Wardak-3-p7hlaj0ntse5xjutwcbjvdvqtxyxqgn4wi5klhiiko

د میدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه راکټ د سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي اړوند «تنګي دره» کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، پېښه کې وژل شوي دواړه ماشومان خور او ورور دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د روانې وري میاشتې په ۷مه نېټه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي و چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناچاودو توکو له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د ناچاودو توکو د چاودنې له امله د وژل شویو ډېری پېښې په بدخشان، پروان، غزني او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستمخېل سلام‌وطندار ته ویلي و: «په مارچ میاشت کې ۳۰کسان له جګړو څخه د ناچاودو توکو د چاودنې له امله مړه شوي چې ډېری بدخشان، پروان، غزني او فاریاب کې دي.»

په همدې حال کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونېسف) په دې وروستیو کې ویلي چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو توکو د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 داسې حال کې چې تېر ۲۰۲۲ کال کې تر ۷۰۰ ډېر ماشومان د ماینونو او له جګړو څخه د پاتې شویو توکو د چاودنې له امله وژل شوي او یا هم معلول شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام