سمنګان کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

د سمنګان د کوز دره‌صوف ولسوال شمس‌الله شمشاد وايي چې د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه، د دوشنبې ورځ، سهار شاوخوا نهه بجې په دې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

میدان‌وردګ کې د راکېټ سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي

د میدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه راکټ د سرګلولې د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي اړوند «تنګي دره» کې رامنځته شوې ده.

غزني کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالي کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د درېوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د هغه په وینا، یاده پېښه د غزني ولایت د واغظ ولسوالي په «چهارده» کلي کې شوې ده.

لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د لوګر د څلورمې پلې لوا قوماندان مولوي محمدګل خیبر سلام‌وطندار راډيو ته ویلي چې پرون د جمعې ورځ، مازدیګر مهال د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند په «التمور» سیمه کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودلې چې له کبله یې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ننګرهار کې د چاودنې له امله ۸ ماشومان وژل شوي

د ننګرهار ولایت اړوند په لعل‌پورې ولسوالي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالي په دیګانانو سیمه کې د نا چاوده مرمۍ د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.