Asset 1SWN

غزني کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

sarglola-pwfqbkce53mu3au4gi9f8b1coa5z17fmvbzarxd7d4

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالي کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د درېوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر منصور افغان وايي، ماشومانو پرون مازدیګر د هاوان یوه مرمۍ کور ته وړې او لوبې پرې کوي چې چاودلې ده.

د هغه په وینا، یاده پېښه د غزني ولایت د واغظ ولسوالي په «چهارده» کلي کې شوې ده.

د یادونې ده چې له تېرو جګړو د را پاتې ناچاودو مرمیو او مهماتو چاودنو تل د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له افغانانو، په تېره ماشومانو قرباني اخیستې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د همدې اوونۍ د شنبې په ورځ د لوګر د مرکز پل‌علم ښار په التمور سیمه کې د هاوان مرمۍ چاودنې له کبله څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام