Asset 1SWN

چین له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي

58E63EC5-14F6-4071-97D9-83204A5C054B_cx0_cy3_cw0_w1080_h608

د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د دغه هېواد د وګړو پر استوګن‌ځای له پروني برید وروسته، له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي.

رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وانګ ونبین نن په یوه خبري غونډه کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د یاد برید په اړه هراړخیزې څېړنې وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي. هغه ټینګار کړی چې د اسلامي امارت حکومت باید په افغانستان کې د چینایانو او دغه راز د چین اړوندو سازمانونو امنیت خوندي کړي.

وسله‌والو بریدګرو پرون ماسپښین شاوخوا دوه‌نیمې بجې د کابل په شهرنو کې پر یوه هوټل چې چینایان په‌کې اوسېدل، برید وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پرون ماښام په یوه ټویټ کې ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل برید د درېوو وسله‌والو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د هغه په خبره، په یاد برید کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌دی وژل شوی او یوازې دوه بهرنیان چې ځانونه یې له لوړ پوړ نه را غورځولي، ټپیان شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې په یاد برید کې هېڅوک نه‌دي وژل شوي، خو د کابل ایمرجنسي روغتون د نوموړي له ټویټ نه څو شېبې وروسته پر ټویټر ولیکل چې د کابل شهرنو کې پر هوټل د شوي برید له ځایه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي. تر اوسه د دغو قربانیانو په اړه جزیات نشته.

بله‌خوا په کابل کې د چین سفارت ویلي چې وضعیت له نږدې څاري. کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای د پروني برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

دغې ډلې بېګاه ناوخته د دوو بریدګرو د تصویر او ویډیو په خپرولو سره ویلي چې یاد برید دوی کړی او په وینا یې، نږدې ۳۰ کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې کابل کې د چین سفیر له اسلامي امارت نه وغوښتل، څو د دغه هېواد د سفارت امنیت ته ډېر پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د لیندۍ په یوولسمه، د جمعې ورځ کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني هم وسله‌وال برید وشو، خو هغه ترې روغ ووت. په دغه برید کې د هغه یو ساتونکی سخت ټپي شو.

کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې ویلي چې د یاد برید موخه یې عبیدالرحمان نظاماني او د هغه ساتونکي وو.

تر دې مخکې کابل کې د روسیې پر سفارت د شوي برید مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغه برید څو میاشتې مخکې وشو چې له کبله یې څلور افغانان او دوه روسي ډیپلوماټان وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام