Asset 1SWN

سلام وطندار

«د اسلامي امارت یوه غړي د پخواني ولسمشر کور غصب کړی»

732926

د پخواني ولسمشر ورور حشمت غني احمدزی وایي چې د اسلامي امارت یوه لوړپوړي غړي ابراهیم حقاني د پخواني ولسمشر محمداشرف غني کور غصب کړی دی.

هغه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، سره له دې چې څو ځله یې ابراهیم حقاني ته خبر ورکړی چې د پخواني ولسمشر کور خوشې کړي، خو په وینا یې، خبره یې نه ده اورېدل شوی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د اسلامي امارت له مشرانو هم ګیله کړې چې د یوه ولسمشر او هغه چا کور یې غصب کړی چې فساد او ظلم یې نه دی کړی او دغه کور هم له پلاره ورپاتې دی.

احمدزي زیاته کړې چې محمداشرف غني د افغانستان مشر پاتې شوی او کورنۍ یې یوازې لوګر کې ۶۰۰ کلن تاریخ او نوم لري.

د هغه په خبره، ابراهیم حقاني سره له دې چې میلیونونه ډالره پانګه او پاکستان کې جایدادونه لري، خو بیا هم د ده د ورور او پخواني ولسمشر محمداشرف غني کور نه ورکوي.

حشمت غني زیاته کړې چې ابراهیم حقاني د پخواني ولسمشر په ګډون، د ډاکټر نجیب مجددي، اسدالله خالد او ځینو نورو کورونه هم نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې مشرانو او ویندویانو تل ټینګار کړی چې د هېچا شخصي کور او جایداد سره کار نه لري او نه هم څوک حق لري چې ویې نیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام