کرن ډېکر کابل کې پر یوه هوټل پرونی برید غندلی

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر څو شېبې مخکې پر ټویټر د کابل شهرنو کې پر یوه هوټل د داعش ډلې وسله‌وال برید غندلی دی.
هغې پر بهرنیانو برید او په منځ کې یې د بې‌ګناه افغانانو ايسارېدل، خورا سخت بللي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره هم غمرازي کړې او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هيله څرګنده کړې ده.

کابل کې یوشمېر نجونو خپل هنري اثار نندارې ته کېښودل

کابل کې یوشمېر نجونو پرون د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه، سوله او د جګړې منفي پایلې، ناامني او د زده‌کړو ارزښت په‌کې انځور شوی و، نندارې ته کېښودل. دغه راز، دغو انځورګرانو په خپلو اثارو کې د زده‌کړو ارزښت او د افغانانو کلتور هم انځور کړی او نندارې ته وړاندې کړي دي.

چین له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي

د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د دغه هېواد د وګړو پر استوګن‌ځای له پروني برید وروسته، له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي.
رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای برید؛ چین: پنځه وګړي مو ټپیان شوي

رویټرز خبري اژانس نن د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې د دغه هېواد پنځه وګړي ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبري غونډه کې ویلي چې دولت یې له اسلامي امارت څخه غواړي، څو د دغه برید په اړه هراړخیزې څېړنې وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.