Asset 1SWN

کابل کې یوشمېر نجونو خپل هنري اثار نندارې ته کېښودل

30-pz3k54k21599gqrcacvaszs611wqk09iwe11occ2h4

کابل کې یوشمېر نجونو پرون د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه، سوله او د جګړې منفي پایلې، ناامني او د زده‌کړو ارزښت په‌کې انځور شوی و، نندارې ته کېښودل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه نندارتون په ډېری اثارو کې د افغان ښځو پر وړاندې اوسنۍ ستونزې، ننګونې او محدودیتونه، په وروستیو کلونو کې هېواد کې شوې خونړۍ پېښې چې له کبله یې ډېری ښوونیز مرکزونه موخه ګرځول شوي، انځور شوې دي.

دغه راز، دغو انځورګرانو په خپلو اثارو کې د زده‌کړو ارزښت او د افغانانو کلتور هم انځور کړی او نندارې ته وړاندې کړي دي.

د دولسم ټولګي زده‌کوونکې فرشته یوسفي وايي، له هغه وروسته چې د ښوونځي دروازه یې پر مخ وتړل شوه، انځورګرۍ ته یې مخه کړه او په خپلو اثارو کې یې راتلونکې ته خپل او د نورو افغان نجونو هیلې او خوبونه چې اوس له خاورو سره خاورې شوي، انځور کړي دي.

هغه زیاتوي: «موږ نه‌ شوو کولای چې په اسانۍ خپلې غوښتنې وکړو او غږ وباسو؛ نو ځکه غواړم چې د خپلې چوپتیا غږ د انځورګرۍ له لارې وباسم.»

نرګس احسان بیا هغه بله ځوانه انځورګره ده چې د یوې خوشحاله نجلۍ تصویر انځوروي. هغه وايي، د دې انځورګري موخه یې د افغان ښځو د اوسني وضعیت او هغو خوښیو انځورول دي چې دا او نورې افغان نجونې یې غواړي، خو اوس ورته رسېدل په یوه ستر خوب بدل شوي دي.

نوموړې وايي: «ښځې په افغانستان او نړۍ کې توده سوژه ګرځېدلې. اوس افغانستان کې ټول بحث د ښځو پر فعالیتونو دی. دا چې ښوونځي ته ولاړې شي، که‌نه، څرنګه جامې واغوندي، کلتوري فعالیتونو کې ونډه واخلي، که‌نه، چېرته ګډون وکړي او چېرته یې ونه کړي.»

د نرګس څنګ ته بله ځوانه انځورګره ګلثوم میرزايي ناسته ده او د یوې افغانې ښځې د تصویر پر انځورولو بوخته ده. هغه وايي، هڅه کوي چې په خپلې انځورګرۍ سره په افغانستان کې د ښځو رښتینی ښایست او غوښتنې تر نورو ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ګلثوم زیاتوي: «دا سمه ده چې بې‌حجابي د ازادۍ نښه نه ده او حجاب هم د یوې ښځې د قیدولو نښه ده، خو د ښځې د پوښاک څرنګوالی مهم دی؛ ځکه لومړی د یوې ټولنې پرمختګ او بیا د یوې ښځې سلیقه ښيي.»

د دغه نندارتون لیدونکي چې ډېری یې ښځې دي، هم د ورته نندارتونونو د جوړېدو چې د ښځو ستونزې په‌کې انعکاس کېږي، هرکلی کوي.

د نندارتون یوه لیدونکې سارا دیداري وايي: «دا چې ښځې او نجونې له شته محدودیتونو سره سره چې ان کورنۍ یې هم سم ملاتړ نه کوي، بیا هم نه تسلیمېږي او خپل داسې اثار یې نندارې ته ايښي، رښتیا چې د ستایلو دي.»

د یادونې ده چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې هنري او کلتوري فعالیتونه کمرنګه شوي دي. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام