د اسلامي امارت د پوهنې وزارت تېره پنج‌شنبه اعلان وکړ چې په وري میاشت کې به په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي بېرته پرانستل شي. په همدې حال کې د یاد وزارت ویاند د ښوونځیو د بیاپرانستلو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان سلام‌وطندار ته وايي چې په پلازمېنه کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د کتابونو د وېش لړۍ روانه ده. د نوموړي په وینا، د وري میاشت تر درېیمې نېټه به د هېواد ټولو ښوونځیو ته د کتابونو د وېش لړۍ بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا نوموړي د یوې داسې طرحې څخه خبر ورکوي چې له مخې به یې په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې د کلیو او بانډو د لومړي تر درېیم ټولګي زده‌کوونکي به خپلې زده‌کړې په مدرسو کې وکړي.

نوموړي وویل: «یوه بله پروژه تر لاس لاندې لرو چې د کلي‌والي مدرسو په نوم یادېږي او په هغه کې د ښوونځیو مضمونونه هم تدریسېږي. د دغو کلي‌والي مدرسو لپاره مو تراوسه ۸۰۰زره جلده کتابونه چاپ کړي دي.»

په همدې حال کې د پوهنې وزارت د ښوونځیو پر وړاندې پرتو ننګونو او خنډونو ته هم اشاره کوي. د یاد وزارت ویاند وايي چې دوی د ښوونکو، ودانیو او درسي توکو له کمښت سره مخ دي.

د هغه په وینا، په پوهنې وزارت کې د شته ستونزو د هواري لپاره یو لړ پرواګرامونه تر لاس لاندې لري. نوموړی وايي، ټاکل شوې چې په کلیو کې د ښوونکو بستونه زیات شي.

د پوهنې وزارت ویاند ټينګار کوي چې د یونیسف په مرسته یې هغه محلي ښوونځي چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړې او نورو لاملونو له کبله ویجاړ او یا هم ورته زیان رسېدلی، ۸۰۰۰ محلي ټولګي جوړ کړي او ټاکل شوې چې ۵۲۵۰ نور ټولګي هم جوړ شي.

نوموړی همداراز په کلیوالي سیمو کې د ښځینه ښوونکو د کموالي ستونزې ته په اشارې سره وايي، ټاکل شوې چې د دې ستونزې د هواري په موخه له عمر خوړونکو او هغه نارینه ښوونکي چې عمرونه یې ډېر دي، کار واخیستل شي.

د اسلامي امارت له لوري د ښوونځیو بیا پرانیسته، د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ هيلې راټوکولي دي. دوی هیله‌مند دي چې د ښوونځیو دروازې یې پرمخ ونه تړل شي او وکولای شي  چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د ښوونځیو زده‌کوونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې پوهنې ته جدي پام وکړي.

د ښوونځي یوه زده‌کوونکې نیلوفر وايي: «زه ډېره خوشحاله یم چې درسونه مو پیل شي. هماغه شان چې مخکې زده‌کوونکي راتلل، بیا راشي او باید زده‌کړې، ښوونې او ښوونځیو ته پام ډېر شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو اعلان په کور دننه او له نړیوال هرکلي سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د پوهنې وزارت له دې پرېکړې هرکلی کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه کړې چې نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام