«١٤٠٠ کال افغانستان کې د ولسواکۍ د سقوط کال و»

د جمهوري نظام له سقوط څخه د اسلامي امارت تر واکمنۍ پورې، د هېواد د شل کلن پوځ له سقوط څخه نیولې، د سیلاب د څپو په شان نورو هېوادونو ته د افغانانو تر کډواله کېدو پورې، دا ټول د ۱۴۰۰ کال له بدلونونو څخه وو، هغه کال چې د نوې پیړۍ پیل هم وه.

۱۴۰۰ کال او د افغانستان اقتصادي ستونزې

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، سره له دې چې په ۱۴۰۰ کې د امنیت ټينګښت او د فساد مخنیوي په اقتصادي برخه کې ځینې اسانتیاوې برابرې کړې وې، خو دغه کال له ګڼو ننګونو ډک وو.

د درې‌رنګه بیرغ د لرې کولو پر وړاندې د خلکو غبرګونونه

ګڼ‌شمېر افغانانو د اسلامي امارت هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له مخې یې په حکومتي ادارو کې د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای د اسلامي امارت سپین رنګه بیرغ لګول کېږي. د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د اسلامي امارت پر دې کار نیوکه کړې او د اوسني حکومت له چارواکو یې غوښتي، څو درې رنګه بیرغ د ملي بیرغ په توګه ومني.

زده‌کړیالان: د لوړو زده‌کړو وزارت محدودیتونه به زده‌کړه‌ییز ناورین رامنځته کړي

د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د یو لړ بندیزونو د لګولو په غبرګون کې یو‌شمېر زده‌کړیالان وايي چې دغه محدودیتونه به زده‌کړه‌ییز نظام له ستونزو سره مخ کړي.

ښوونځیو لپاره د پوهنې وزارت طرحه؛ کلیو کې «اصول صنفي» دوره مدرسو کې تدریسېږي

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت تېره پنج‌شنبه اعلان وکړ چې په وري میاشت کې به په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي بېرته پرانستل شي. په همدې حال کې د یاد وزارت ویاند د ښوونځیو د بیاپرانستلو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي. عزیزاحمد ریان سلام‌وطندار ته وايي، په پلازمېنه کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د کتابونو د وېش لړۍ روانه ده.