د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، سره له دې چې په ۱۴۰۰ کې د امنیت ټينګښت او د فساد مخنیوي په اقتصادي برخه کې ځینې اسانتیاوې برابرې کړې وې، خو دغه کال له ګڼو ننګونو ډک وو.

د چارو کارپوه او د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده وویل، په ۱۴۰۰ کې د نړیوالو له‌خوا د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو د افغانستان اقتصادي وضعیت ته جدي زیان ورساوه او د صنعت‌کارانو او پانګوالو فعالیتونه یې ټکني کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «دا اقتصادي بندیزونه چې پر مونږ ولګول شول، په دې کې زمونږ اقتصاد ته لویه ضربه ورسول شوه او اقتصاد یې ډېر ټکنی کړ. تراوسه پورې هم مونږ د دغو ستونزو لا نه یو خلاص او ستونزې شته، زموږ کارخونې له ستونزو سره مخ دي.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه محب‌الله شریف هم وايي، په ۱۴۰۰کال د اقتصادي سکتور په ځانګړې توګه د بانکي سېسټم په برخه کې ستونزې ډېرې وې او لاهم دوام لري.

نوموړي وویل، که دولت په دې اړه جدي پام ونه‌کړي ښايي بانکي سېسټم له لویو ننګونو سره مخ شي چې دا چاره په سوداګرۍ هم د پام وړ منفي اغېز کولای شي.

هغه وویل: «په افغانستان کې له بدلون وروسته هغه ستونزې چې راپورته شوې، خصوصا د بانکدارۍ په سکټور کې زیاتې درنې وې. تراوسه یې هم په ډېرو بانکونو اغېزې پاتې دي او دا د دې لامل شول چې سوداګري ښه وده ونه کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد شهاب‌علي شهاب هم ورته نظر لري او وايي، په ۱۴۰۰کال کې د بې‌وزلۍ، لوږې او وزګارتیا کچه به بې‌سارې توګه لوړه شوه چې له کبله یې ځینو ان خپل اولادونه او د بدن غړي وپلورل او ډېر کسان اړ شول چې وطن پرېږدي.

د هغه په وینا، افغانستان له اقتصادي پلوه روان کال لاسته راوړنې نه‌لري او د افغانانو اقتصادي وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی. نوموړي زیاته کړه، چې دغه کال کې د حکومت د بدنې نږدې نیمایي برخه چې میرمنې وې، اکثریت یې له دندو لرې کړل شوي دي.

خو د مالیې وزارت ویاند احمد‌ولي حقمل وایي، ۱۴۰۰ کال کې له ستونزو سره سره د اسلامي امارت د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

هغه وویل، دغه کال کې په مالي سرچینو کې د فساد کچه صفر ته راښکته شوې، د لومړي ځل لپاره درې میاشتنۍ ملي بودجه له کورنیو عوایدو ترتیب شوې او عوایدو کې شفافیت او زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت له راتګ او د مالیې وزارت د رهبرۍ په توجه سره، په تېرو ۶ میاشتو کې مو فساد په ګمرکاتو، مستوفیتونو او د عوایدو نورو سرچینو کې تقریبا صفر ته راټیټ کړی دی.»

د مالیې وزارت ویاند په وینا، د ۱۴۰۱ کال په ملي بودیجې هم کار روان دی او له ملي عوایدو به برابریږي. دا په داسې حال کې ده، چې ۱۴۰۰م کال کې د نړیوالو بنسټونو او ملګروملتونو لخوا خپاره شویو رپوټونو کې ویل شوي، چې افغانستان کې ۹۰ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي او دې برخه کی یې د بشري مرستو په رسولو ټینګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت چارواکو او ځینو سیاستوالو ویلي، د بیوزلۍ کچه دومره نه‌ده، څومره چې نړیوال یې اعلانوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام