د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د دغه هېواد د اقتصادي نظام له پاشلکېدو څخه خبرداری ورکړی.
د دغه بنسټ غړي فلیپو ګرانډي د جېنوا په یوې انلاین غوڼده کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بېثباتۍ له امله ګڼشمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ګرانډي په دغه ناسته کې ویلي چې د افغانستان د اقتصادي نظام له پاشلتیا څخه د مخنوي او د کډوالۍ راکمولو لپاره باید له دغه هېواد سره اقتصادي او بشري مرستې وشي.
په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري دغه غړي همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې په دغه هېواد کې اوسنی ګواښوونکی وضعیت د دې لامل شوی، څو په کور دننه افغانان له خپلو سیمو بېځایه شي او یوشمېر یې بیا د ښه ژوند په لټه، له هېواده بر تلو ته زړه ښه کوي.
په هېواد کې د وروستیو تحولاتو سره هممهاله اقتصادي ستونزې او ننګونې پراخې شوي او بهر ته د افغانانو کډوالي څو برابره زیاته شوې ده.
دغه وضعیت اسلامي امارت اړ کړ، څو د هغو کسنو لپاره یو لارښود جوړ کړي چې غواړي هېواد پرېږدي.
د چارو شنونکي که څه هم د اسلامي امارت دغه لارښود ګټور بولي، خو وايي چې اسلامي امارت باید په اوسني خراب وضعیت کې د لارښود د خپرولو پرځای د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره یو چاره ولټوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په داسې حال کې د افغانستان د اقتصادي نظام له پاشلکېدو څخه خبرداری ورکوي چې له دې وړاندې یوشمېر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی وو چې افغانستان له یوه ګواښوونکي انساني ناورین سره مخ دي.