د افغانستان اقتصادي نظام د پاشلکېدو په اړه د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د دغه هېواد د اقتصادي نظام له پاشلکېدو څخه خبرداری ورکړی. د دغه بنسټ غړي فلیپو ګرانډي د جېنوا په یوې انلاین غوڼده کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بېثباتۍ له امله ګڼشمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.