Asset 1SWN

ملګري‌ملتونه پروان کې د ۴۰۰زره ډالرو په ارزښت ښوونځی جوړوي

شششششششششششششششششش

د پروان محلي مسوولان وايي چې د مرکز چاریکار ښار اړوند ۱۱مه حوزه کې د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د پروان والي عبیدالله امین‌زاده سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ښوونځي د رغولو چارې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري پرون پیل شوې چې ټول لګښت یې ۴۰۰زره امریکايي ډالره دی او ۲۴ ټولګي لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال پروان کې د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري د دفتر استازی سیدزبیر سعیدي وايي چې د دغه ښوونځي د رغولو چارې به د «ACRO» موسسې له‌خوا په بنسټیز توګه پر مخ وړل کېږي او په اتو میاشتو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د پروان د پوهنې رییس محمدحسن حقاني د چاریکار ښار په یوولسمه حوزه کې د دغه ښوونځي له جوړېدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د یادې سیمې اوسېدونکو ښوونځي ته اړتیا درلوده او په وینا یې، جوړېدو سره به یې دغه ستونزه هواره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام