د هلمند پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د جګړو پر مهال د ویجاړو شویو ښوونځیو له ډلې د ۳۶ هغو ودانۍ بیا رغول کېږي.

د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري وايي، یادې ودانۍ په جګړو کې ویجاړې شوې وې او اوس یې یونیسف او ای‌ارسي موسسې بیا جوړوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هېواد کې د نږدې دوو لسیزو جګړې نه یوازې سلګونو زرو افغانانو ته مرګ‌ژوبله واړوله، بلکې د خلکو کورونه، ښوونځي، پلونه، جوماتونه او نور عامه بنسټونه یې هم ونړول.

دې جګړې د هېواد په بېلابېلو برخو، په تېره سویلي ولایتونو کې له خلکو ډېره قرباني واخیسته او اوسېدونکي یې ان د ژوند له لومړنیو خدمتونو بې‌برخې وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام