د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم په ګډون، شپږو ولسوالیو کې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه ‌لري او زده‌کوونکي یې له ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د ښوونځيو د ودانیو نه موجودیت د زده‌کوونکو پر لیک او لوست منفي اغېز کړی او د پوهنې وزارت او مرستندويه ادارو ته په‌کار ده چې د دغو ښوونځيو لپاره معیاري ودانۍ جوړې کړي. هغه زیاتوي، د تېر نظام پر مهال د ځینو ښوونځيو ودانۍ هم د بودیجې نه موجودیت له امله نیمګړې پاتې دي.

د هغو ښوونځیو ښوونکو چې ودانۍ نه ‌لري، هم سلام‌وطندار ته ویلي چې زده‌کوونکي یې خېمو کې زده‌کړې کوي او د سره لمر او باران له امله ډېری زده‌کوونکي ښوونځي ته نه ورځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یوه ښوونځي ښوونکی بسم‌الله وايي، که څه هم څو ځله ورسره د ودانیو جوړولو ژمنه شوې، خو لا هم په دې برخه کې اقدام نه دی شوی.

په همدې حال کې د لوګر د التمور ښوونځي زده‌کوونکی احمدفیصل بیا له پوهنې وزارت او نورو مرستندویه ادارو څخه غواړي چې ښوونځیو ته یې ودانۍ جوړې کړي، څو د باد او باران څخه بې‌غمه شي. هغه وايي، ښوونځي یې د باد او باران په ورځ رخصت وي او دغه وضعیت یې پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی.

لوګر د پوهنې ریاست په چوکاټ کې ۳۱۰ فعاله ښوونیز مرکزونه لري چې ۲۷۵ یې ښوونځي دي او د نجونو په ګډون، ۱۵۰ زره زده‌کوونکي په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام