لوګر د لوړو زدهکړو مؤسسې مسوولان وایي، د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د دریو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د لوړو زدهکړو مؤسسې مطبوعاتي مسؤل محمد نسیم ریحان سلاموطندار ته وویل، دغو پروژو کې د لوګر لوړو زدهکړو مؤسسې د لېلې ودانۍ بیارغول، د لېلې خوړنځای او ګدام جوړول شاملیږي چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې دامهال د لوګر د لوړو زدهکړو مؤسسې کارکوونکي او محصلان له ستونزو سره مخ دي چې د یادو پروژو له بشپړیدو سره به ذکر شوې ادارې کارکوونکو او زدهکړیالانو ستونزې هوارې او پراخې اسانتیاوې به رامنځته شي.
هېره دې نه وي چې دامهال د لوګر لوړو زدهکړو مؤسسې په څلورو پوهنځیو کې ۱۲۰۰ محصلان په زدهکړو بوخت دي.