Asset 1SWN

لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

۱۱۱۱۱

د لوګر د څلورمې پلې لوا قوماندان مولوي محمدګل خیبر سلام‌وطندار راډيو ته ویلي چې پرون د جمعې ورځ، مازدیګر مهال د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند په «التمور» سیمه کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودلې چې له کبله یې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا پېښه هغه مهال شوې چې یادو ماشومان په التمور سیمه کې د بوټو پر راټولولو بوخت وو.

محمدګل خیبر وايي، په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. هغه زیاتوي چې ټپیان یې د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدولي او په خبره یې، روغتیایي حالت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

څه موده مخکې د لوګر په محمداغې ولسوالي کې هم د ناچاوده مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د لوګر تر څنګ، په یوشمېر ولایتونو کې د ناچاودو مرمیو چاودنو کې یوشمېر ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام