Asset 1SWN

په سپین‌بولدک‌-‌چمن کې نښته؛ د کندهار د والي ویاند: پاکستانیانو پیل کړه

مرز-سپین_بولدک_چمن-qdevdj9an7wkxnht09zb1a7r1rtrot9tbb2eriruyw

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د سپین‌بولدک‌ـ‌چمن دروازه کې د تېرې ورځې نښته لومړی د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوې ده.

هغه که څه هم په دې نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه ښيي، خو زیاتوي چې دواړو خواوو ته یوشمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. اعزام وايي، افغان لوري ته دوه یا درې ملکیان ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی وايي، د یادې نښتې د لامل په اړه څېړنې پیل شوي او هڅه کېږي چې په راتلونکې کې یې د تکرار مخه ونیول شي او په وینا یې، اوس وضعیت عادي شوی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملېشو یې د جګړې اراده نه لرله او هڅه یې کړې چې د نښتې پر مهال چا ته مرګ‌ژوبله وا نه وړي.

په دې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د اسلامي امارت یوه سرحدي سرتېري د سپین‌بولدک‌ـ‌چمن دروازه کې ډزې کړي او د یوه دولس کلن ماشوم په ګډون یې، دوه کسان وژلي دي. د پاکستان پوځ دا پېښه نامسوولانه بللې او د اسلامي امارت له چارواکو یې غوښتي چې عامل یې ور وسپاري.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دغه ډول نښتو دوام به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې نورې هم زیاتې کړي. د سیاسي چارو شنونکی سید شفیق‌الله سادات وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید له ډیپلوماټیکو لارو حل نه‌شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «څو لاملونه دي چې کله پاکستاني ځواکونه له افغانانو سره ناوړه چلن کوي او دا په افغانانو کې د ملي‌ګرايۍ حس را ژوندی کوي او د نښتې لامل کېږي. ځینې وخت د ډیورنډ فرضي کرښه ستونزې جوړوي چې باید له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.»

د یادونې ده چې شل ورځې وړاندې هم په تورخم کې د پاکستان او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې په پایله کې یې پاکستان نهه ورځې یاده لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ وتړله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام