Asset 1SWN

یعقوب مجاهد: نړیوال دې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ظلم مخه ونیسي

مجاهد۱

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي چې نړیوال دې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان ظلم مخه ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د څوارلسمې دورې په فراغت‌غونډه کې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دفاع وزارت سرپرست له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو وروستۍ پرېکړه ناعادلانه وبلله او له نړیوالو سازمانو یې غوښتنه وکړه چې د «پاکستان د ظلم او بربریت مخه دې ونیسي.»

نوموړي وویل: «په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په اړه د دې هېواد پرېکړه په کلکه غندو او هلته پر مېشتو ټولو شتمنو افغانانو غږ کوو چې له خپلو شتمنیو سره هېواد ته راستانه شي، څو ستاسې په پانګه بډای اقتصاد یې کلکه ضربه وویني. ا.ا.ا مو تر څنګ او هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.»

پاکستان په دې وروستیو کې اعلان کړی چې له دغه هېواده به ټول ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږدوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز دغه هېوادکې د افغان کډوالو د نیونې تازه څپې هم پیل شوي چې دغه هېواد کې د ځینو مېشتو کډوالو په وینا، پولیس هغه کډوال هم نیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام