په سپین‌بولدک‌-‌چمن کې نښته؛ د کندهار د والي ویاند: پاکستانیانو پیل کړه

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د سپین‌بولدک‌ـ‌چمن دروازه کې د تېرې ورځې نښته لومړی د پاکستانیو ځواکونو له لوري پیل شوې ده.
هغه که څه هم په دې نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه ښيي، خو زیاتوي چې دواړو خواوو ته یوشمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

عباس ستانکزی: پاکستاني سیاستوال دې د خپلې ژبې عفت مراعت کړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د پاکستان سیاسیون دې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال د خپلې ژبې عفت مراعت کړي.

عباس ستانکزي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د یو‌شمېر محصلانو د فراغت په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

عبدالسلام حنفي: خلک دې پر اوسني وضعیت شکر وباسي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي چې افغانان دې هېواد کې پر روان وضعیت شکر وباسي.

نوموړي نن پنج‌شنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د محصلانو د څوارلسمې دورې په فراغت‌غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او خلک دې شکر وباسي.

یعقوب مجاهد: نړیوال دې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ظلم مخه ونیسي

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي چې نړیوال دې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان ظلم مخه ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د څوارلسمې دورې په فراغت‌غونډه کې وکړې.